رپوټونه وایي چې د افغانستان د ټرانزیټي توکو نږدې ۱۵زره کانټینرونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې درول شوي دي.
دا هغه موټر دي چې له چین او نورو هیوادونو د هیواد ټرانزیټي توکي لیږدوي.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې سوداګر په دغه بندر کې له یوې خوا د توکو اړولو له امله د جریمې پرې کولو ته اړ شوي او له بلې خوا د سوداګریزو توکو بیې هم ورسره لوړیږي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي د توکو بشپړ ګمرکي څيړنه، د دې لامل شوي چې کراچي بندر کې ګڼ شمیر بار موټر او کانټینرونه ودرول شي.
په ننګرهار کې سوداګر ادعا کوي چې د دوی توکي له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په کراچۍ بندر کې بند دي او تورخم ته د انتقال اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان ټرانزیټي موټر نه یواځې په کراچۍ بندر، بلکې د تورخم پولې ته نږدې جمرود او تخته بیک کې هم درول کیږي او د دریدو په بدل کې جریمې ترې اخیستل کیږي.
د ننګرهار ولایت یو شمیر سوداګر وایي دغو سیمو کې له ۵۰۰۰ زیات کانټینرونه درول شوي دي.
د کرونا ویروس خپریدل د یادو موټر دریدو او پلټنې لپاره یوه پلمه ګرځيدلې ده.
په تورخم او سپین بولدک کې هم د توکو پڅه څیړنه د کابل او اسلام اباد ترمنځ راکړه ورکړه کمه کړې ده.
پاکستان له ایران وروسته د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک بلل کیږي.