د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند سبز اباد له غونډۍ کې۱۶۰قلمه د لرغونو پېرونواثار د کیندنو په پایله کې تر لاسه شول.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه تاريخي اثار د اسلامي، کوشاني او بودایي دورو سره تعلق لري، چې د لرغون پېژندونکو له لوري تر کیندنو وروسته تشخیص او د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د تاریخي ابداتو او لرغون پيژندنو مسئولین وايي چې تمه ده د سبز اباد په تاریخي سیمه کې ډېر نور د مخکنیو دورو اثار هم ترلاسه کړي.
د تاریخي ابداتو مدیر احمدشاه عمري ویليچې د ترلاسه شویو اثارو کیندنې یې په تېر ۱۳۹۸کال کې پیل کړې چې شپږ میاشتې یې دوام وکړ.
ښاغلي عمري ویليچې دغه کیندنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودجې له مخې ترسره شوې دي.
د سبز اباد تاریخي اثارو د کیندنې مسئول او د لرغون پيژندنې ریاست غړیمحمد مبين وايي، په ترلاسه شویو اثارو، کې سکې، کنډولونه، ګچي مجسمې او نور بېلابېل اثار شامل دي.
د شاغلي مبین په وینادمنقولو اثارو سربیرهسیمه کې ۱۱غیر منقول اثار چې اطاقونه دي، هم ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحيم الله خوږياڼي وایي، دوی غواړي چې په سبز اباد تاریخي سیمه کې د تاریخي اثارو کیندنو او پلټنو ته لا دوام ورکړي او په همدې سیمه کې یو موزیم هم جوړ کړي.
د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وايي ، دوی د موزیمونو په برخه همدا راز هڅې پیل کړي، چې د سراج العمارت بڼ پاتې کارونه ژر تکمیل کړي او د پلان سره سم یې فرهنګي تشې را ډکې کړي.