د ولسي جرګې استازي وايي د دوي له تاييد پرته د ملي دسترخوان پروګرام پلى کول د قانون د اصولو خلاف دي.
ولسي جرګې د اوړي له يوې نيمې مياشتې رخصتۍ وروسته نن دوشنبه خپل کار پيل کړ.
د سولې بهير، د کابينې د غړو معرفي کيدو کې ځنډ او د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام، د جرګې د نن ورځې د اجنډا د بحث مهم ټکي وو.
د يادولو ده چې ولسي جرګې له دې مخکې دوه ځلې د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام سره مخالفت کړى دى.
حکومت بيا د جرګې غړي په دې تورنوي چې ګواکي دغه پروګرام په اړه کافي معلومات نه لري او د خپل پروګرام پر عملي کولو ټينګار لري.