د افغانستان ولسمشرۍ ماڼي د بين الافغاني خبرو د ځنډيدو لامل يو لړ تخنيکي ستونزې يادوي.
د ولسمشر وياند، صديق صديقي چې نن يې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، که څه هم د دغو تخنيکي ستونزو په اړه زيات معلومات ور نه کړل، خو زياته يې کړه چې دوي د خبرو پيل ته پوره چمتووالى لري.
ښاغلي صديقي د نيوکې ګوته طالب مشرانو ته ونيوه، چې کني خبرو ته تيار نه دي.
دا په داسې حال کې دي چې د مصالحې عالي شورا هم وايي چې تر اوسه قطر ته د افغان حکومت د مرکچي پلاوي سفر ته زمينه نه ده برابره شوې.
طالبانو ته ځيني نږدې سرچينې بيا د شپږو تنو طالب بنديانو نه خوشې کيدل يو خنډ بولي، چې په وينا يې تر اوسه له افغان حکومت سره دي.
افغان حکومت او طالبان له څو اونيو راهيسې خبرو ته د چمتووالي خبره کوي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا خبرې به کله پيليږي.
عام افغانان هم له کلونو راهيسې د سولې د خبرو پيليدو ته سترګې غړوي.
د جګړې اور هم د پخوا په څير ګرم دى او هره ورځ د مرګ او ژوبلې رپوټونه خپريږي.
کابل کې د کاناډا سفارت او اروپايي ټولنې په يوه ګډه اعلاميه کې د تاوتريخوالي شدت غندلى دى.