د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، پرون جمعه ماسپښین مهال شپږ تنه خبریالان چې له پکتیکا ولایت څخه د پکتیا مرکز ګردېز ته د یو روزنیز ورکشاف لپاره راتلل د پکتیا ولایت اړوند د زرمت په سرکۍ سیمه کې، وسله والو طالبانو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.
په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، په بېول شویو خبریالانو کې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي، د یاران راډیو ریس اسدالله صمیم، د مېلمه راډیو خبریال الهام، د ملي راډیو تلویزیون خبریال طارق ذکي، د یاران راډیو خبریال وهاب او د پښتون غږ راډیو خبریال راوف زهین له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې، دغه خبریالان د دوی لخوا په تېروتنې سره نیول شوي دي او ډېر ژر به ازاد کړای شي.