د افغانستان یو شمیر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله تر اوسه ۱۹۰ تنه وژل شوي دي.
پيښو ته د رسیدنې چارو کې د دولت وزارت وایي وروستیو سیلابونو کې چې د هیواد ۱۴ ولایتونو یې ځپلی، زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
تیره شپه هم په پروان، میدان وردګ، پنجشیر، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې سیلابونه وتلي او زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.
د هوا پيژندنې ملي اداره خبرداری ورکوي چې نن او سبا هم په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بدخشان او د خوست او پکتیا یو شمیر برخو کې د سیلابونو د راوتلو امکان شته.
دغو سیلابونو تر ټولو زیات پروان ولایت زیات ځپلی دی، چې د چارواکو په وینا ۱۴۱ تنه پکې وژل شوي دي.
د ولسمشر لومړي ورستیال، امرالله صالح سیلاب ځپلو ته د بیړنۍ رسیدنې او د وران شوو کورون بیرته رغیدلو خبر ورکړی دی.
افغانستان کې هر کال د موسمي بارانونو له امله سیلابونه راوځي او د خلکو مال او سر ته لوړ زیانونه اړوي.