د روسیې بهرنی چارو وزارت وایي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو پر وړاندې هر ډول ځنډ، د افغان سولې لپاره نړیوالې هڅې کمزورې کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په تازه څرګندونو کې همداشان ویلي چې د سولې خبرو پر وړاندې هر ډول خنډ او ځنډ، دغه هیواد کې د سولې ټینګښت لپاره د افغان حکومت اراده تر پوښتنې لاندې راولي.
د همدې ترڅنګ، په کابل کې یو شمیر دیني عالمانو هم د یوې ناستې په ترڅ کې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلیدو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې بهیر او د بین الافغاني خبرو پيل، د بندیانو تبادلې په تړاو اختلافونو له امله له خنډ سره مخ شوي دي.