پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان سولې لپاره خپلې تولې هڅې کوي، خو په هیڅ دولتي چوکاټ کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني پرون ماښام د مصالحې عالي شورا یو شمیر غړي اعلان کړل چې حامد کرزی یې په سر کې و.
د ښاغلي کرزي له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي: “د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې لپاره هڅه د افغانستان د ټولو خلکو ملي هڅه بولي. پخوانی جمهور رئیس به د سولې لپاره خپله هڅه او کوښښ د ګران هېواد د یو وګړي په توګه جاري وساتي او دې ملي مرام ته د رسېدو لپاره به خپل ټول توان وکاروي خو په هېڅ حکومتي تشکیل کې به برخه وانخلي.”
طالبانو هم د دې شورا په غبرګون کې ویلي د دوی دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د خپلو بندیانو تر خوشې کیدو وروسته چمتو دي چې مخامخ خبرو ته کیني.