شمیرې ښيي چې په هرات ولایت کې ۲۵۰۰ ماشومان د خښتو بټيو کې په درندو کارونو بوخت دي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي دا شمیر د تیر کال په پرتله نږدې درې برابر زیات شوی دی.
د چارواکو په وینا د خښتو بټيو کې بوخت ماشومان د ښوونې او روزنې له بهیره بې برخې پاتې دي.
بې کاري او بې وزلۍ د دې لامل شوي چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د لویانو ترڅنګ ودریږي او درندو کارونو ته اوږې ورکړي.
د دغو ماشومانو شمیر هم هر کال د ډيریدو په کال کې دی.
دا په داسې حال کې دي چې هر کال په افغانستان کې د نړیوالو بې شمیره پیسې د بې وزلۍ کمولو او ماشومانو ملاتړ لپاره لګول کیږي.