د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له طالب پلاوي سره په لیدنه کې له دوی غوښتي چې افغان دولت سره مخامخ خبرې بې له ځنډه پيل کړي، ترڅو دغه هیواد کې د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسیږي.
شاه محمود قریشي همداشان ویلي چې یو شمیر کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې د سولې او بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
قریشي پرون د طالبانو له ورغلي پلاوي سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په ماڼۍ کې د تړلو دروازو ترشا خبرې کړي دي.
هغه د دې لیدنې په هکله ویلي: “دا دریمه ناسته وه چې یوه ډيره دوستانه فضا کې مو د یوبل خبرې واوریدې او ما لپاره د پاکستان د دریځ روښانولو چانس په لاس راغی. موږ پر پرمختګونو، پیچلتیاوو او سولې ته د یوې حل لارې موندلو باندې بحثونه وکړل.”
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر هم پاکستان ته د دوی د بلنې او د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د هڅو له امله، له شاه محمود قریشي مننه کړې ده.
شاه محمود قریشي د بین الافغاني خبرو پر ژر پيلیدو ټينګار کړی دی.
قریشي زیاته کړې: “د افغانستان مسله کې ښکیلې خواوې باید له رامنځته شوي فرصت نه د یوې حل لارې موندلو لپاره ګټه واخلي. پاکستان د یوه سوله ییز، پایداره، یو موټي، دیموکراتیک او هوسا افغانستان غوښتونکی دی. د دوحې تړون په بشپړه توګه د بین لاافغاني خبرو پیلیدو ته لاره هواروی.”
خو دیخوا افغانستان کې بیا د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح پاکستان ته د طالب پلاوي پر وربللو سخته نیوکه کړې ده.
ښاغلي صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “ترهګر طالبان د پاکستان زړه ته وربلل شوي او هلته یې له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کړې ده؛ هغه هم د پاکستان له لوري پر همدې ډلې د بندیزونو له لګولو یوه ورځ وروسته.”
دا څرګندونې داسې حال کې کیږي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې له خنډ سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې نن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له عبدالله عبدالله سره پر ټلیفون خبرې کړي او هغه یې پاکستان ته وربللی دی.