د امریکا پراختیایي ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې د کانونو ناقانونه کیندنه د دې لامل شوې چې عام خلک ترې بې برخې شي.
د دغې ادارې په رپوټ کې ویل شوي سره له دې چې افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د پایدارې پراختیا اجنډا ته ژمنتیا ښودلې، خو د کیندنې صنعت کې فساد، خلک د کانونو له ګټې محروم کړي دي.
په رپوټ کې همداشان ویل شوي چې افغانستان د منرالونو، ګازو او نفتو غني زیرمې لري، خو خلک نشي کولی له دغو کانونو سمه ګټه پورته کړي.
د یادې ادارې لوړپوړې چارواکې، کترین ماساکا په دې هکله ویلي: “افغانستان کې د حکومتولۍ ښه کیدو، فساد سره مبارزې، د کانونو ناقانونه کیندنې او سوداګرۍ د مخنیوي جدي اړتیا ده.د نفتو او ګازو لویې معدني پروژې کولی شي د اعتبار او پراختیا لپاره اغیزمن واقع شي؛ خو د دولت ثبات او ظرفیت لوړیدو ته اړتیا ده، ترڅو وکولی شي له دې پروژو خپله برخه ترلاسه کړي او هغه د انساني پراختیا لپاره وکاروی.“
خو په عین وخت کې، د کانونو او پټرولیم وزارت د دې رپوټ هرکلي ترڅنګ ویلي هڅه کوي چې د کانونو کیندنه کې د فساد مخه ونیسي او سیمه ییزو کان کیندونکو ته د کار جواز ورکړي.
دغه وزارت د کانونو کیندنه کې فساد مني، خو په رپوټ کې د یادو شوو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه هم کوي.
د کانونو د وزارت مرستیال، ولي ځدران په دې هکله ویلي: “دا وړاندیزونه ډیر ګټور دي. غواړم ډاډ ورکړم چې د دې سپارښتنو یوه برخه به چې د خلکو د شراکت او د ګواښونوکمولو په تړاو ده، د حکومت پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي.”
د افغانستان د څاربنسټ هم ویلي د کانونو کیندنه کې فساد د دې لامل کیږي چې مافیايي کړۍ او ترهګریزې ډلې ورته لاسرسی پیدا کړي.
د کانونو وزارت د غیر رسمي اټکلونو له مخې، د افغانستان کانونه د څه باندې نیم میلیارد ډالرو د پانګونې فرصت لري چې په دې پانګونې سره به ۵۰زره کاري فرصتونه پیدا شي او له بلې خوا به، په کال کې ۵۰ میلیونه ډالر د حکومت خزانې ته ورګډ شي.