د حکومت د پلټنې عالي اداره وایي د بدخشان او میدان وردګو اوسني او د هرات او نورستان پخواني والیان د کرونا ویروس پرضد د مبارزې بودجه کې د فساد په ګومان لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شوي دي.
د کابل د محمد علي جناح او افغان – جاپان روغتونو پخواني مشران او د کابل د روغتیايي شورا اوسنی مشر هم څارنوالۍ ته د معرفي شوو کسانو په نوملړ کې شامل دي.
لویه څارنوالي وایي پر دغو والیانو لګول شوي تورونهمستند نه دي او لازیاتو پلټنو ته اړتیا ده.
د همدې ترڅنګ، د ټولګټو وزارت هم وایي درې تنه مرستیالان یې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري له دندو ګوښه کړل شوي دي، خو د ګوښه کیدو لامل یې لا معلوم نه دی.
د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال احمد جاوید همدرد، د سرکونو د ساتنې او څارنې مرستیال زکریا محمدي او د دغه وزارت تخنیکي مرستیال حامد علمي د ګوښه کړل شوو کسانو له ډلې نه دي.
دا په داسې حال کې دي چې د حکومت د پلټنې ادارې پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د روغتیا وزارت پخوانی والي او د دغه وزارت درې پخواني او یو اوسنی مرستیال هم کرونا ویروس بودجې لګښت کې مظنون پیژندل شوي او لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د روغتیا وزارت مرستیالان وایي دوی د سیاسي اخ او ډب قربانيان شوي دي.
څارنکي بنسټونه وایي باید دغو تورونو په تړاو جدي پلټنه وشي.