د افغانستان د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه ددغې ډلې له زندان څخه ازاد شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله، دغه عملیات نن جمعه د یاد ولایت د بکواه ولسوالۍ اړوند کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان او استخباراتي مسؤل سیف الله په زندان عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې ۱۳ تنه ددغې ډلې له زندان څخه ازاد شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال طالب هم نیول شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو نن سهار د فراه ولایت په مرکز له څو خواوو ډله ییز بریدونه کړي.
ددغه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب یک تلویزیون ته وویل چې، وسله والو طالبان نن سهار د فراه ولایت په مرکز بریدونه پیل کړي چې مګرې په پل باغ، ریګي، چهارباع او زمان کلا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته دوام لري.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د فراه ښار د ځینې برخو د نیولو ادعا کړې ده.