د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایي په غزني ولایت کې د پارلماني ټاکنو ترسره کولو ته چمتو دي، خو په دې شرط چې د بودجې او امنیت غم یې وخوړل شي.
د غزني ولایت د پارلماني ټاکنو ترسره کولو لپاره د راتلونکي کال غویی میاشت په پام کې نیول شوې ده.
د ټاکنو کمیسیون د غزني ولایت د ټاکنو د ترسره کولو طرحه هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې ده.
خو د ټاکنو یو شمیر څارونکي بنسټونه وایي د ټاکنو کمیسیون له هیڅ ډول څارنې پرته د ټاکنو د ترسره کیدو طرحه جوړه کړې او دوی یې د جزییاتو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
څارونکو بنسټونه د ټاکنو کمیسیون ته د یوه پيشنهادي کڅوړې د چمتو کولو خبر هم ورکړی او خوشبینه دي چې د ټاکنو کمیسیون له خوا د دوی د دغې کڅوړې په منل کیدو سره به ټاکنیزې ننګونې له منځه لاړې شي.
د افغانستان پارلماني ټاکنې نږدې دوه کاله وړاندې ترسره شوي دي، خو په غزني ولایت کې د یو لړ اختلافاتو له امله ټاکنې وځنډیدې.