د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان نن یکشنبه سهار په کابل کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
زمری پيکان په ۲۰۱۷ کال کې د قتل، له صلاحیتونو ناوړه ګټې اخیستنې او ځینو نورو ناقانونه کړنو کې د لاس لرلو په تور له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لخوا په ته کاله او شپږ میاشتې بند محکوم شوی و، خو تر اوسه د تیښتې په حال کې و.
کورنیو چارو وزارت هم په رسمي توګه د نوموړي نیول کېدل تایید کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي چې زمری پیکان نن سهار د پولیسو لخوا نیول شوی او ډېر ژر به یې دوسیه د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري تعقیب کړل شي.
تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو څخه غوښتي و چې ژر تر ژره زمري پیکان چې په اداري فساد تورن دی ونیسي او قانون ته یې وسپاري