افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي او له تیرو تیروتنو عبرت اخیستلو سره سیاسي هوکړې ته ورسیږي.
خلیلزاد ویلي د افغان سولې بهیر دې ژر تر ژره د افغانانو په مالکیت سره پيل شي، ځکه چې دا بهیر سره له دې چې جدي ننګونې لري، خو یوه هیله بخښونکي پړاو ته رسیدلی دی.
خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: “د افغانستان د خپلواکۍ جشن سږ کال د ۴۰ کلنې جګړې ختمولو لپاره هڅو سره برابر دی. افغانان د سولې تږي دي او مذاکرات به ډیر ژر د افغانانو په مشرۍ پيل شي. د ټولو اړخونو افغان مشران دې خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړي او د تیرو تیروتنو نه په عبرت اخیستو سره، یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي. دا لاره د جګړې ختمیدو او پایداره اوربند ته رسیږي.”
خو افغان دولت وایي د طالبانو د ۳۲۰ تنو بندیانو خوشې کیدل په دې پورې تړلي دي، چې طالبان د دولت ټول بندیان ازاد کړي.
ولسمشر غني د لندن ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کي د طالب بندیانو په هکله ویلي که چیرې اروپا کې مخدره توکي زیات شي او یا د امریکا سواحلو ته ورسیږي، د دغو هیوادونو مشران به پکې شریکان وي؛ او که چیرې خوشې شوي طالبان کوم جرم وکړي، دا به د نړۍ ګډ مسوولیت وي.
حالاتو ته په کتو سره لیدل کیږي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځل بیا له بندښت سره مخ شوی دی.