د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ کې پر یوه کور باندې د راکټ لګیدو له امله ۱۲ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییز چارواکي واي په دې پيښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
په وژل شوو کسانو کې درې میرمنې او دوه ماشومان شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده وایي په وژل شوو کسانو کې یوه داسې نجلۍ هم شامله ده، چې راتلونکې اونۍ کې یې د واده مراسم ترسره کیدل.
سیمه ییز چارواکي وایي دا راکټ په اندړ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې پرمهال لګیدلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې نن په کابل کې هم د ۱۴ راکټونو لګیدو په پایله کې ۱۰ تنه ټپيان شول.