کورنیو چارو وزارت وايي طالبانو په تیرو دوو اونیو کې ۴۵۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت ویاند، طارق ارین نن پنجشنبه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له دې ډلې ۱۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د ارین په وینا طالبان په ډيرې بې پروایۍ سره بریدونه کوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
د ده په وینا دا مرګ ژوبله په کندهار، بغلان، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې اوښتې ده.
هغه زیاته کړې: “د ملکي وګړو په نښه کول، د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جنګي موازینو خلاف دي، چې طالبان همیشه پرې سترګې پټوي.”
دا په داسې حال کې دي چې لویې مشورتي جرګې څو ورځې وړاندې د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکو بندیانو د خوشې کیدو پریکړه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل چې نور جګړه بنده کړي.
همداشان ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو دوو یا دریو ورځو پورې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.
خو دې ټولو سره سره، لاهم د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او عام افغانان هره ورځ د دغو تاوتریخوالو قرنباني کیږي.