رپوټونه وایي په کندهار ولایت کې د سپین بولدک – چمن سرحدي لاره د دواړو هیوادونو له لوري د صادراتو او وارداتو پرمخ خلاصه شوې ده.
کندهار کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال شریف الله غرزي ویلي چې دواړو غاړو تیره ورځ پرېکړه کړې چې پر یاده لاره له دواړو خواوو د صادراتي او وراداتي توکو ترانزیټ وشي.
هغه ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې پره دغه لاره دواړو خوواو ته سلګونه په توکو بار موټرو تګ راتګ کړی دی.
غرزي ریاته کړې چې دغه لاره د اوس لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ د پلي خلکو د تګ راتګ پر مخ خلاصېږي.
تر دې وړاندې کندهار کې باغ لرونکو او د تازه مېوو سوداګرو اندېښنه ښودلې وه، چې د لارې د بندېدو له امله یې انګور په باغونو کې د ورستېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.