د پوهنې وزارت وایي د کابینې غونډې د ښوونځيو د پيلیدو په تړاو د دوی طرحه تصویب کړې ده.
د دغه وزارت ویاندې، نوریه نزهت ویلي د دغې طرحې پر بنسټ به په دولتي ښوونځیو کې یولسم او دولسم، په شپنیو لیسو کې له اوومو تر دولسو او په خصوصي ښونځيو کې به له لومړي تر دولسمو ټولګیو پورې درسونه په حضوري ډول پيلیږي.
ټاکل شوې ده دا طرحه د راتلونکې وږې یا سنبلې میاشتې په پیل کې عملي شي.
د افغانستان د ښوونې او روزنې بهیر له تیرو څو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپریدو له امله درول شوی و.