وسله والو طالبانو د لوی اختر په دریو شپو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
طالبانو د سه شنبې په ورځ د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو جنګیالیو غوښتي چې په دغه موده کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه ونه کړي.
په اعلامیه کې همداشان له طالب جنګیالیو غوښتل شوي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته له ورتګ نه ډډه وکړي او د مقابل لوري کسانو ته هم د ورتګ اجازه ورنکړي.
د اعلامیې په یوې برخې کې جنګیالیو ته لارښونه شوې که “د مقابل جانب لخوا ستاسو په طرف کوم برید وشو، بیا کلک ځواب ورکړئ.”
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې د طالبانو لخوا د اوربند له اعلانولو هرکلی کړی دی. صدیقي لیکلي چې ولسمشر غنی افغان پوځیانو ته لارښونه کړې چې د اختر په ورځو کې اوربند مراعات کړي.
صدیقي لیکلي: “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي. د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.”
طالبانو وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي و دوی چمتو دي چې په اختر کې د حکومت پاتې بندیان ازاد کړي، خو په دې شرط چې حکومت هم دې ته ورته کار وکړي.