د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې د افغانستان له داخلي جهتونو غوښتي چې د بين الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لرې کړي.
په دغه پيغام کې چې نن سه شنبه خپور شوی، همداشان راغلي چې دغه جهتونه باید د لنډ مهاله ګټو د تقسیم پر ځای د هېواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي، تر څو افغانان په خپله د جګړې د داخلي موجودو او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هېواد ته د دایمي سولې د را ګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام په اړه یوه ګډ تفاهم ته سره ورسيږي.
هبت الله اخوندزاده په خپل دغه پيغام کې سره له دې چې د لوی اختر په مناسبت د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو هیڅ یادونه نه ده کړې، بلکې له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې خپل صفونه لا پياوړي کړي.
هغه ویلي: “څرنګه چې د الله تعالی په نصرت او ستاسې په بې دریغه سرښندنو او قربانیو سره د اسلامي نظام د راوستلو په درشل کې يو، نوخپل صفونه لا قوي او منظم کړئ.”
اخوندزاده ولس ته په خطاب کې ویلي چې دوی هیڅ کله د واک د انحصار غوښتنه نه کوي، بلکې موخه یې داده چې اسلامي نظام جوړ کړي او له نورو اړخونو سره یو ځای کار وکړي.
د طالبانو مشر د بندیانو خلاصون یو لوی پرمختګ او د باور جوړولو لامل بللی، خو دایې هم ویلي چې افغان دولت د تبادلې دغه بهیر کې خنډ رامنځته کړی دی.
اخوندزاده منلي چې امریکایانو د تړون سره سم د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيل کړې او افغانستان کې پنځه پوځي اډې یې تشې کړي دي.
په دغه پيغام کې همداشان راغلي: “د امریکا متحده ایالات د تړون د تطبیق غوندې لویه او مهمه پروسه کې باید له ډير جدیت، سرعت او تدبیر څخه کار واخلي، د تیرو نولسو کلونو څخه زده شوې تجربې باید مخې ته کېږدي، او هغو ته په کتو خپل مسوولیت په ښه ډول ادا کړي.”
هغه د افغان دولت مشران په دې تورن کړي چې کني د افغانستان د علیا ګټو او ملي مصالحو په غم کې نه دي، د لنډ مهاله ګټو او اقتدار په کشمکش مصروف دي، د هېواد اوږد مهاله کامیابي او ښیرازي اهمیت نه ورته لري، ملي او مهمې پروسې له ځنډ او خنډ سره مخ کوي او لوړ مصالح په خطر کې اچوي.
ده همداشان ژمنه کړې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د یوه سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندې د هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخلي.
په پیغام کې په همدې تړاو راغلي: “له بیت المال څخه سالمه او په پوره امانتدارۍ سره استفاده وشي، د ویجاړ وطن د بنسټونو د بيا رغولو لپاره ښه پلانونه وسنجول شي، د هېواد د عليا ګټو په نظر کې نیولو سره د نړیوالو اقتصادي پانګونو لپاره زمینه مساعده شي، ترڅو مو ویجاړ او جنګ ځپلی وطن د بیا رغونې او هر اړخیز پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي، اقتصاد مو په پښو ودرېږي، ښارونه او کلي مو آباد شي، هېوادوالو ته مو کار پيدا شي، له فقر، تنګ لاسۍ، مسافرۍ او په نورو هېوادونو کې له کړاو ګاللو څخه را وګرځول شي.”
د طالبانو مشر همدا راز د ماشومان پر ښوونې او روزنې ټينګار کړی، د هیواد هرې برخې ته د تعلیم رسول یې خپله موخه بللې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د ښونځیو او مدرسو جوړولو کې برخه واخلي.
هغه له ځوان نسله غوښتي چې د علم او پوهې په ګاڼه ځانونه ښایسته کړياو د علم او پوهې حاصلولو ته متوجه شي.
هغه له طالب جنګیالیو همداشان غوښتي چې د ملکي خلکو خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او د لویو لارو امنیت خوندي کړي.
که څه هم چې د طالبانو مشر هر کال په خپلو اختریزو پيغامونو کې د ملکي کسانو ژوند ساتلو، د عامه تاسیساتو نه ورانولو او د لویو لارو امنیت خوندي کولو سپارښتنې کوي، خو په عمل کې د دې ټولو اپوټه لیدل کیږي.
د ملګرو ملتونو سازمان په خپل شپږ میاشتني رپوټ کې چې پرون دوشنبه خپور شو ویلي چېد ۲۰۲۰ کال په شپږو میاشتو کې ۳۴۵۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په رپوټ کې ویل شوي چې که څه هم ملکی تلفات د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۱۳سلنه کم شوي دي، خو دا کموالی د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو له لوري نه دی، بلکې د تلفاتو د کمیدو اصلي لامل، د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی.
ملګرو ملتونو ویلي د تلفاتو زیاته برخه د افغان دولت د مخالفو وسله والو له لوري اوښتي دي.
تمه دا وه چې د طالبانو مشر به په خپل اختریز پيغام کې د اوربند یا د تاوتریخوالي د کمیدو اعلان وکړي، خو لیدل کیږي دوی د اوس لپاره د جګړې د درولو یا کمولو اراده نه لري.