رپوټونه وایي په تیر یو کال کې نږدې ۵۰ ټنه زعفران له ایرانه افغانستان ته قاچاق شوي دي.
ایراني رسنیو د دغه هیواد د زعفرانو ملي شورا د مشر له خولې لیکلي چې افغانستان ته د دغه هیواد د زعفرانو او پیازو د قاچاق دوام یو جدي ګواښ بلل کیږي، خو بیا هم قاچاق کوونکي دغه زعفران د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته صادروي.
د ایران د زعفرانو ملي شورا مشر، علي شریفي مقدم نایب په دې هکله ویلي: “که چیرې افغانستان ته د دغه محصول د قاچاق مخه ونه نیول شي، نو د دغه محصول تولید پر وړاندې لوی ګواښ رامنځته کیږي.”
دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني نږدې دوه کاله وړاندې افغانستان ته د زعفرانو وارداتو د بندیدو فرمان ورکړ.
شمیر ښيي چې افغانستان کې د زعفرانو د قاچاق کچه د زعفرانو د تولید دوه برابره ده.
د افغانستان د زعفرانو کیفیت او ښه نوم د دې لامل شوي چې ایراني قاچاق وړونکي خپل زعفران افغانستان ته قاچاق او بیا یې د افغاني زعفرانو په نوم پر نورو هیوادونو وپلوري.
صادراتو برخه کې د ایران د قانون پیچلتیا او افغانستان کې د زعفرانو د مالیاتو نشتوالی، دوه نور هغه عوامل دي چې د ایراني صادروونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
د افغانستان د کرنې وزارت وړاندوینې ښيي چې افغانستان به سږ کال له ۲۲ ټنو زیات زعفران تولید کړي.