د ملي امنیت شورا سلاکار له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې جګړې ته شدت ورکړي.
ښاغلي محب چې نن پنجشنبه یې د دفاع وزارت د نوي مرستیال او لوی درستیز معرفي کیدلو مراسمو کې خبرې کولې، وویل د افغانستان حکومت به تر هغه د طالبانو پر وړاندې وجنګیږي، چې دغه ډله د پردیو استخباراتو له منګولو ووځي.
محب د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هغه شعار ته چې ویل یې (سر یې وهو او سنګر یې نیسو) په اشارې سره وویل چې پر همدې شعار عمل وکړي.
د دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک کولو وروسته، نه یواځې دا چې جګړه کمه نه کړه، بلکې د تاوتریخوالي لمن یې نوره هم پراخه کړه.
د خالد په وینا د دوی د معلوماتو پر اساس یو شمیر طالب بندیان له خوشې کیدو وروسته بیا جګړې ته تللي دي، خو سره له دې هم د بندیانو د خلاصون لړۍ دوام لري.
دا په داسې حال کې دي چې له تیرو څو اونیو راهیسې د هیواد زیات شمیر ولایتونو کې د جګړې شدت زیات شوی او د مرګ ژوبلې کچه هم زیاته شوې ده.