د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وایي داسې رپوټونه لري چې ښيي یو شمیر خوشې شوي طالب بندیان بیا جګړه پيل کړې او ځيني ېې د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي هم دي.
د ښاغلي خالد په وینا سره له دې چې د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ دوام لري، خو تر اوسه طالبان بین الافغاني خبرو ته نه دي حاضر شوي.
خالد زیاته کړه: “موږ راپور لرو چې له بنده ازاد شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته تللي او وژل شوي. موږ بین الافغاني خبرو ته چمتو یوو، خو دا خبرې نه دي پیل شوې. زموږ جګړه د سولې لپاره ده.”
ښاغلي خالد نن پنجشنبه د ملي دفاع وزارت د نوي مرستیال او لوی درستیز د معرفي کیدو غونډه کې خبرې کولې.
خالد وویل دوی د هوکړو له مخې د محدودیتونو سره سره، هوکړې او اورکم مراعات کړي دي، خو طالبانو نه یواځې دا چې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې د تیر کال په پرتله یې بریدونه زیات کړي هم دي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم دې غونډه کې خبرې وکړې.
ښاغلي محب وویل که څه طالبانو تیره کال د الفتح په نوم عملیات پیل کړل، خو نه یواځې دا چې یو اینچ پرمختګ یې ونه کړ، بلکې افغان ځواکونه وتوانیدل چې ۸ ولسوالۍ د دوی له منګولو وباسي.
محب پر طالب مشرانو غږ وکړ چې نور د پردیو غلامي پریږدي او په عزت سره خپل هیواد ته راستانه شي.
یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت د نوي لوی درستیز او د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخیل د دغه وزارت د مرستیال په توګه معرفي شول.