د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي وسله والو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت قره باغ ولسوالۍ سای کرو سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې قرارګاه برید کړی چې پایله کې یې شپږ سیمه ییز پولیس وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د غزني د والي ویاند، واحدالله جمعه زاده ویلي طالبانو تیره شپه د دغه ولایت ده یک ولسوالۍ او د ولایت مرکز کې هم پر یو شمیر پوستو برید کړی، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
په تیرو څو اونیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.