د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په قيلغو سيمه کې تېر ماسپښين را هيسې د امنيتي ځواکونو له لوري د ځوابيه بريدونو په پايله کې د ۱۳پاکستانيانو په ګډون ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي، يو يې ژوندی نيول شوی او پنځلس نور یې ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د رسنیو څانګې نن پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې بريدونو په پايله کې د وسله والو طالبانو لس عرادې بېلابېل وسايط، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې هم لمنځه وړل شويدي .
په اعلامیه کې ویل شوی چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو او نظامي ارګانونو ته کوم زيان ندی اوښتی او د مخالفينو له لورې اېښودل شوي پنځه کړۍ ماينونه هم له زيان پرته کشف او لمنځه یوړل شول .
طالبانو د دې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې په کراتو په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی دی.