د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان پروګرام ردیدو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
امرالله صالح نن چهار شنبه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، د ولسي جرګې له لوري د ملي دسترخوان پروګرام ردیدل په دې مانا نه دي، چې نړیوال بانک دې ته اړ کړي چې دا پيسې بنسټیزو پروګرامونو او طرحو ته ځانګړې کړي.
صالح ویلي دا بودجه یواځې د لوږې کمولو لپاره ده، حتا نه د بې وزلۍ ختمولو لپاره.
هغه ولسي جرګې ته په خطاب کې لیکلي: “که چیرې دا مسئله د یوې کورنۍ په سلحه تمثیل کړو، داسې ښکاري چې تاسو یوه کورنۍ چې په لوږه کې ژوند کوي، دې ته وهڅوی چې ډوډۍ ونه خوري او له خپلې سپما نه کور جوړ کړي. لوږي خلک د ډوډۍ خوب ویني، نه د کور…. هیله ده چې تاسو په ټولنه کې د خپل ځان او مقام لپاره بیا فکر وکړی.”
د افغاستان ولسي جرګې د حکومت هغه پروګرام چې له بې وزلو کورنیو سره د مرستو لپاره جوړ شوی د رایو په اکثریت رد کړ.
د دې پروګرام مالي لګښت چې نړیوال بانک یې ورکوي، ۲۸۰ میلیونه ډالره ښودل شوی او په دوو پړاوونو کې عملي کېږي.
دا پروګرام تېره اونۍ ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسما پرانیستل شو.
حکومت وايي، د دې پروژې له مخې غواړي نږدې څلور میلیونه بې وزله کورنیو سره مرسته وکړي، خو د ولسي جرګې غړي دې پروګرام او مدیریت کې یې د بډو په هکله اندېښنه لري.