د کابینې د تازه پریکړې له مخې ټاکل شوه ده چې د هیواد په هر ولایت کې یوه یوه میرمن د والي د مرستیالې په توګه وټاکل شي.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي نن دوشنبه په یوه خبري ناسته کې وویل دا طرحه د ښځو چارو وزارت له خوا وړاندې شوې وه، چې د کابینې غونډې له خوا ومنل شوه.
ښاغلي صدیقي وویل د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده سپارل شوې چې دې موخې لپاره اقدام وکړي.
هغه همداشان په خپلو خبرو کې وویل د کابینې او ملي شورا غړو او نورو لوړپوړو چارواکو ته درې اونۍ وخت ورکړل شوی، چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
صدیقي وویل که چارواکي په ټاکل شوې موده کې خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، نو د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې چې د دوی معاشونه بند کړي.
د ولسمشر ویاند د سولې بهیر په اړه وویل حکومت د سولې لپاره کلکه اراده لري او تر اوسه پورې یې د سولې پروسې اسانتیا لپاره ټولې اړینې چارې ترسره کړې دي.
نوموړي د سولې پروسې بندښت ټوله پړه پر طالبانو واچوله او زیاته یې کړه چې دوی د تاوتریخوالي په دوام یې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د تاوتریخوالي کمېدل د ټولو لوریو جدي غوښتنه ده او دوی هیله لري چې طالبان د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې خبرو ته چمتوالی وښیي.
هغه وویل د جګړې دوام د طالبانو او افغان حکومت په ګټه نه دی او اوس نړیوال هم د جګړې پر ختمیدو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې دي چې د سولې او بین الافغان ناستې خبرې یو ځل بیا د ژبو پر سر دي.
خو تر اوسه دې چارې لپاره تر ټولو لوی خنډ چې د دواړو خواوو د بندیانو خوشې کیدل دي، له مخې نه دی پورته شوی.
افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې د طالبانو د ۵۰۰۰زندانیانو له ډلې، شاخوا ۵۰۰تنه یې نه خوشې کوي.