د افغانستان حکومت نن دوشنبه د سیمې او نړۍ د نږدې شلو هیوادونو او سازمانونو د ناستې کوربه دی.
دا ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې جوړیږي او موخه یې داده چې افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي او بین الافغاني خبرې ژر پيل شي.
ټاکل شوې ده دا ناسته د ولسمشر غني په وینا سره پیل شي او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ وړاندې لاړه شي.
په دې ناسته کې د پاکستان، ایران، ترکیې، تاجیکستان، اذربایجان، چین، مصر، هند، قزاقستان، سعودي عربستان، روسیې، قطر، عربي اماراتو، امریکا او اوزبیکستان هیوادونو او د ملګرو ملتونو استازي برخه اخلي.
د یادولو ده چې د همدې اونۍ تر پایه دوه نورې ناستې هم په همدې موخه جوړیږي.
سبا د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ درې اړخیزه ناسته ده او بله ناسته چې د پنجشنبې په ورځ جوړیږي، د نورو هیوادونو د استازو په ګډون جوړیږي.
دا په داسې حال کې دي چې تر اوسه د بین الافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ چې د زندانیانو خوشې کول دي، له مخې نه دی پورته شوی.
افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې د طالبانو نږدې ۵۰۰ زندانیان نه خوشې کوي.