ټاکل شوې له افغان سولې د نړۍ او سیمه ییزو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره مهمې ناستې جوړې شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي هڅه کوي چې په دې ناستو کې د افغان سولې بهیر او بین الافغاني خبرو لپاره د نړیوالو هیوادونو ملاتړ خپل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هیواد نن پنجشنبه په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل دا ناستې به دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې وي او موخه یې داده چې د افغانستان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.
د ګران هیواد په وینا په دې ناستو کې به چې د ویډیو کنفرانس له لارې کیږي، د ملګرو ملتونو او د افغانستان د ستراتیژیکو متحدینو په ګډون د سیمې او نړۍ هیوادونو استازي ګډون کوي.
دا ناستې یوه یې د راتلونکې دوشنبې په ورځ، یوه د سه شنبې په ورځ او یوه د پنجشنبې په ورځ کیږي.
بله خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې له افغان مشرانو غوښتي دي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت نه ګټه واخلي او د دې بهیر غښتلي کیدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
دغه پاکستاني چارواکي همداشان هیله ښودلې چې د طالب بندیانو د خلاصون بهیر ژر پای ته ورسیږي او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
د همدې ترڅنګ، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یونما هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ لپاره پکار ده چې د تاوتریخوالي کچه کمه شي.
یونما ویلي افغانستان کې د جګړو کمیدل کولی شي د دوحې ناستې لپاره د باور مناسب چاپیریال جوړ کړي.