د کابل امنیتي طرحه پرون دوشنبه د کابینې په ناسته کې تائید شوه.
ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې د خبرو پرمهال ویلي د امنیت تامین د خلکو یوه لویه غوښتنه ده او امنیتي بنسټونه باید دغه طرحه زر تر زره پلې کړي.
ولسمشر خبرداری ورکړ چې حکومت نور نشي کولی جرمي او ترهګریزې شبکې وزغمي.
بله خوا، کورنیو چارو وزارت ویلي دا طرحه کولی شي په پلازمینه کې د غلاوو، وژنو او امنیو له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې په تیرو څو کلونو کې د کابل امنیت خوندي کولو لپاره بیلابیلې طرحې جوړې شوي او عملي شوي دي، خو تر اوسه یوې هم په کابل کې د وژنو، غلاوو او نا امنیو مخه نه ده نیولې.
ددې ترڅنګ، حکومت پریکړه کړې چې له ښاره ترافیکي خنډونه او سمنټي دیوالونه هم لرې کړي.
همداشان له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکو د تګ راتګ پرمهال ځان ته د خط سیر جوړولو حق نه لري.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو کې په کابل کې جرمي او ترهګریزې پيښې زیاتې شوي دي.