که له یوې خوا د لمر ضد یا تورو عینکو کارول یو سټایل دی، خو بله خوا یو شمیر روغتیایي ګټې هم لري چې په لاندې ډول یې څو بیلګې بیانوو.
۱-د لمر د مضرو وړاندې پر وړاندې د سترګو ساتنه کوي.
۲-د لکریمل غُدئ lacrimal gland د ډیرو غیرو نورمالو افرازاتو مخه نیسي چې د سترګو مينځلو یوازنۍ مرجع ده.
۳-د سترګو د سرطان مخنیوې ته بهترینه وقایه ده.
۴-د سترګــو لید سالم ساتي.
۵-په سترګو کې د سرو داغونو conjunctival spots مخنیوی کوي.
۶-د سترګو د سوزاک یا conjunctival itching د مخنوي ښه لاره ده.
۷-د غیر مال خوب (ډیر زیاد خوب/ډیر کم خوب) لپاره همدا د اصلاح ښه توکی دی.
۸-د سر دردیو لپاره چې د سترګو د ککړتیا له امله پیدا کیږی ښه درمل ده.
۹-باڼه، وروځی او د سترګو ترشا او خوا د تورو حلقو د وراکاوی لپاره د کار شئ همدا عینکی دی.
۱۰- تر ټولو مهمه د لید زاويه سالمه ساتي.
تورې یا د لمرضد عینکې په ډيریو هیوادونو کې د خلکو د مختلفو طبقو له لوري کارول کیږي.
دا عینکې له یوې خوا د انسان ښایست او سټایل پورې اړه لري، خو له بلې خوا د سترګو د روغتیا ساتلو کې هم مهمه ونډه لري.
دا عینکې د نورو ګټو ترڅنګ یوه ګټه یې داده چې له خاورو دوړو او حشراتو نه د سترګو ساتنه کوي.