د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې ادارې يا سيګر ويلي افغانستان کې پراخ فساد به د سولې خبرو کې د افغان دولت دريځ کمزورى کړي.
د دغې ادارې مشر، جان سپکو ويلي فساد هغه تر ټولو لوى ګواښ دى چې افغانستان ورسره مخامخ دى او طالبان له دې ننګونې نه د ځان په ګټه کار اخلي.
سپکو ويلي: “دا تر ټولو هغه لوى ګواښ دى چې د افغانستان دولت ورسره مخامخ دى. ځکه چې فساد له حکومته د خلکو ملاتړ له منځه وړي….”
بله خوا، پاکستان د امريکا بهرنيو چارو وزارت هغه رپوټ ته غبرګون ښودلى چې پاکستان يې د ترهګرو پټنځاى بللى و.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي امريکا نبايد افغانستان کې د خپلې ماتې له امله پاکستان پړ وبولي. هغه زياته کړې د پاکستان تر ټولو لويه تيروتنه دا وه چې افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې د امريکا ملتيا کړې ده.
عمران د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د خبرو پرمهال د القاعدې پخوانى مشر اسامه بن لادن ته د “شهيد” لقب هم ورکړى چې د ننه پاکستان کې يې زيات غبرګونونه پارولي دي.
د همدې ترڅنګ، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې، ديپرا لاينز په هغه غونډه کې چې د دغه سازمان امنيت شورا کې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، سولې لپاره رامنځته شوى فرصت يو طلايي فرصت بللى او افغانستان کې د تاوتريخوالي پر کميدلو يې ټينګار کړى دى.
لاينز په محتاط ډول خوشبيني ښودلې چې د افغانانو ترمنځ خبرې به په راتلونکو څو اونيو کې پيل شي.
چين هم اعلان کړى چې د بين الافغاني خبرو پيليدو کې افغانستان سره مرسته کوي.
قطري چارواکو له دې وړاندې ويلي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې په جولاى مياشت کې په قطر کې پيليږي.