ولسمشرۍ ماڼۍ د هغې رپوټ څيړنې لپاره کميټه جوړه کړې، چې کني ۳۲ دانې د مصنوعي تنفس ماشينونه بهر ته قاچاق شوي دي. ولسمشر غني د اقتصاد عالي شورا غونډه کې امر کړى چې دا موضوع په جدي ډول وڅيړل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ بهر ته د مصنوعي تنفس ماشينونو د قاچاق څيړنې ته کسان ګمارلي ولسمشرۍ ماڼۍ د هغې رپوټ څيړنې لپاره کميټه جوړه کړې، چې کني ۳۲ دانې د مصنوعي تنفس ماشينونه بهر ته قاچاق شوي دي.
ولسمشر غني د اقتصاد عالي شورا غونډه کې امر کړى چې دا موضوع په جدي ډول وڅيړل شي. که څه هم د عامې روغتيا وزارت او د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي هيڅ کوم ماشين بهر ته نه دى قاچاق شوى.
په داسې حال کې چې د افغانستان د روڼتيا څارنې بنسټ وايي چې د روغتيا وزارت د مديريت، څارنې او حساب ورکونې برخه کې له ننګونو سره مخ دى.
د ولسي جرګې يو شمير غړو هم پاکستان هيواد ته د يادو ماشينونو د قاچاق د څيړنې غوښتنه کړې ده. ولسمشر د موضوع څيړنې لپاره د چارو ادارې او لويې څارنوالۍ د استازو په ګډون کميټه ټاکلې ده.
د پژواک خبري اژانس څو ورځې وړاندې داسې رپوټ خپور کړ چې کني ۳۲ پايې تنفسي ماشينونه پاکستان هيواد ته قاچاق شوي دي.
دا په داسې حال کې چې د کرونا ويروس لسګون ناروغان د همدغو ماشينونو د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.