هند په افغانستان کې د یوه سیک قومي مشر، ندان سينګ برمته کېدل غندلي دي.
ندان سنګ چې د افغانستان د سیکانو او هندوانو یو تن قومي مشر دی، څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت څمکنۍ ولسوالۍ کې برمته شوی دی.
مسوولین وایي، چې ندان سینګ څمکنیو ولسوالۍ ته د یوه درمسال د بیارغونې کارونو لیدلو لپاره ورغلی و، چې د وسله والو له لوري تښتول شوی دی.
نوموړی همداشان د افغانستان سیکانو د مذهبي ځایونو د ساتنې او بیارغونې مسوول هم و.
تر اوسه د دغه سيک افغان د برخليک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له حکومت سره له نږدې په اړیکه کې دی، څو د هندوانو او سیکانو د لږکیو خوندیتوب او امنیت تضمین شي.