د ټاپي پروژې د قرارداد له لاسليک کيدو څلور کلونه تير شوي دي، خو لا يې د کار لومړنى پړاو هم نه دى پيل شوى.
افغانستان کې د ننه په هرات ولايت کې د ټاپي د لارې يوازې ۱۲ کيلومتره د استملاک چارې پرمخ تللې دي، چې اوس هغه هم په ټپه دريدلې ده.
په داسې حال کې ټاکل شوې وه ددې پروژې چارې په روان زيږديز کال کې پيل شي.
ټاپي هغه پروژه ده چې ټاکل شوې وه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته وليږدوي.
د کانونو وزارت سره له دې هم ټينګار کوي چې د پروژې چارې د شوې هوکړې له محې پرمخ ځي.
تمه کيده چې د ټاپي لمټد شرکت په روان کال کې د پېوژې عملياتي چارې پيل کړي، خو اوس ښکاري چې پروژه له ستونزو سره مخ شوې ده.
پاکستان هم له پروژې پښه په شا کړې ده. د پاکستان د پټروليم وزارت ويلي چې بايد د ګازو تحويل ټکي او د هغه بيې باندې بيا کتنه وشي.
د پاکستان د پټروليمو وزارت وياند په دې اړه ويلي: ” د ګازو د بيې او د تحويل سيمې موضوګانې د ميز پر سر دي او ترکمنستاني لوري سره پرې خبرې کوو. موږ غواړو چې دا ستونزه حل کړو.” په پام کې وه چې د ګازو د ليږد دا پروژه په لسو کلونو کې بشپړه شي، خو را ولاړو شوو ستونزو ته په کتو سره ښکاري چې دا موده به نوره نم وغځيږي.
ترکمنستان تر اوسه د هغه ځاى د کلکنش نفتي سيمې نه تر افغان خاورې پورې د ګازو ۲۰۰ کيلومتره نل ليکې بشپړې کړي دي.
ځيني سياسي کارپوهان په دې باور دي چې دا پروژه د سياسي ستونزو له امله ځنډيدلې ده. افغانستان کې د امنيت نشتون هم يوه بله ننګونه بلل شوې ده.
ځيني نور بيا دهند او پاکستان ترمنځ سياسي سيالۍ په دې کار کې يو خنډ بولي.