ايران ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر په مشر افغان پلاوي سفر سره په دې هوکړه شوې چې دغه هيواد کې پر افغان کډوالو ورورستيو پيښو لپاره يوه ګډه کميټه جوړه شي او د پيښو څيړنه وکړي.
بهرنيو چارو وزارت وايي دغه کميټه د يادو دوو پيښو د عواملو څيړنه کوي، څيړنې بشپړوي او په راتلونکي کې د ورته پيښو د تکرار مخنيوي لپاره هر اړخيز ګامونه پورته کوي.
حنيف اتمر خپل ايراني سيال، جواد ظريف سره ليدنه کې پر افغان کډوالو د وروستيو پيښو پر څيړنې او د پيښو پر بيا نه تکراريدو ټينګار کړى دى.
ايران کې د افغان کډوالو د استوګنې قانوني کيدلو لپاره د لارو چارو موندل او د مخدره او نورو توکو قاچاق مخنيوي لپاره پر پولې د څارنې څرنګوالى، دوې نورې موضوعګانې دي چې دغه سفر کې به بحث پرې وشي.
بله خوا، د ايران د وسله والو ځواکونو د قضايي سازمان مشر ويلي چې ايراني پوله ساتونکي د افغان کډوالو په وژنه کې لاس نه لري او که چيرې افغانستان په دې اړه کوم اسناد لري، نو دوى ته دې يې وړاندې کړي. افغانستان دا څرګندونې د تاسف وړ بللي دي.
ايراني سرتيرو څو اونۍ وړاندې د افغان کارګرو يوه ډله له وهلو او ډبولو وروسته سيند ته وغورځوله او په بله پيښه کې يې د افغان مساپر يو ډک موټر په مرميو وويشت او اور يې ورته کړ، چې دغو پيښو زيات کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لرل.