د افغانستان امنيت شورا وايي وسله والو طالبانو د تيرې يوې اونۍ په بهير کې د هيواد ۱۸ ولايتونو کې تاوتريخوالي په نتيجه کې ۴۲ تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د غې شورا په يوه اعلاميه کې چې نن يکشنه خپره شوې ويلي چې په دې موده کې ۱۰۵ تنه نور کسان ټپيان شوي دي.
اعلاميه کې راغلي دا مرګ ژوبله داسې حال کې اوښتې چې طالبانو د تاوتريخوالي کمولو ژمنه کړې، خو دخلکو وژنه يې نه ده بس کړې.
امنيت شورا وايي دا تلفات د سړک د غاړې ماينونو، مخامخ نښتو، په قصدي توګه د ملکي خلکو په نښه کولو او د دوى له خوا له عامه تاسيساتو د جنګي ډال په توګه ګټې اخيستنې له امله اوښتي دي.
طالبانو تر اوسه ددې رپوټ په اړه څه نه دي ويلي.