ملګرو ملتونو سازمان په يوه رپوټ کې يو ځل بيا افغانستان د ماشومانو لپاره یو خونړى او خطرناک هېواد بللى دى.
ددې سازمان په کلني رپوټ کې د جګړې ماشومانو تر عنوان لاندې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې له درې زرو زيات ماشومان وژل شوي او زيات نور په وسله والو نښتو، ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې معیوب شوي دي.
دا سازمان ددې تلفاتو له دولس سوو تنو څخه زیات طالبانو پورې تړلي او ورپسې داعش او حکومتي ځواکونه ملکي تلفاتو کې پړه بلل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون په دې اړه انديښنه ښودلې او د جګړې له خواوو يې غوښتي چې د جګړې قانون په پام کې ونيسي.
افغان حکومت هم ددې رپوټ په غبرګون کې طالبان د ماشومانو د وژنې اصلي عاملين بللي او ويلي دي چې د ملکيانو ساتنې ميکانيزم پياوړى کوي.