د کابل کارته چهار سيمه کې د شيرشاه سوري جومات د ننه چاودنه وشوه.
دا چاودنه نن د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.
کورنيو چارو وزارت وايي په دې چاودنه کې د جومات خطيب مولوي عزيزالله مفلح او درې لمونځ کوونکي شهيدان شوي دي.
اته تنه نور لمونځ کوونکي په دې پيښه تپيان شوي دي.
کورنيو چارو وزارت وايي پيښه جومات کې د ننه د چاوديدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
تر اوسه د بريد مسؤليت چا نه دى منلى، خو افغانستان کې داسې زياتې پيښې د طالبانو او داعش ډلې له لوري ترسره کيږي.