په پکتیا ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۴ تنه سرحدي سرتیري وژل شوي دي.
دفاع وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو پرون شپه اوربند مات کړی او په ډنډپټان ولسوالۍ کې یې د سرحدي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.
په دې برید کې درې تنه نور سرتیري ټپيان شوي هم دي.
دفاع وزارت ویلي امنیتي ځواکونو د طالبانو دغه برید په شا تمبولی او یادې ډلې ته یې درانه تلفات ور اړولي دي.
دا اختر له لومړۍ ورځې چې طالبانو پکې اوربند اعلان کړ تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.