افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل سفر په تازه دور کې له دوحې او کابل لیدنه کوي.
رپوټونه وایي خلیلزاد به د خپلو سفرونو په دغه لړۍ کې پر طالبانو او افغان حکومت فشار واچوي، ترڅو د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کیدل پيل کړي.
د بین الافغاني خبرو پيلیدل، د تاوتریخوالي کمیدل او د زندانیانو خوشې کیدل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې غټ ټکي دي.
دا سفر له هغه وروسته کیږي چې افغانستان کې سیاسي کړکیچ د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ د واک د ویش هوکړې لاسلیک کولو سره په ظاهر کې پای ته رسیدلی دی.
خوا د چین، روسیې ایران او پاکستان استازو د غني او عبدالله ترمنځ هوکړې کیدو هرکلی کړی او د بین الافغاني خبرو د پيلیدو او د بهرنیو ځوانونو پر مسوولانه وتلو یې ټینګار کړی دی.