د عامې روغتیا وزارت نن جمعه اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۴۱۴ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۵۳ ته رسیدلی دی.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي. د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې ۱۵۳ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي. دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال