افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې اعلان وکړ چې ېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا تازه ۱۹۰ پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې شاوخوا۸۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت همداشان ويلي چې تېره یوه اونۍ ۳۲ سلنه مشکوکې پېښې مثبتې ختلي دي کوم چې ښیي کرونا ویروس د دولس سلنه خپل تګ ګړندی کړی دی.