وسله والو طالبانو په لوګر او سرپل ولایتونو کې ۱۹ تنه افغان سرتیري وژلي دي.
د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني یک تلویزیون ته وویل چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د سنګ چارک، سوزمه قلعه ولسوالیو او د ښار ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې پایله کې یې ۱۱ سرتیري وژل شوي، ۱۹ تنه یې ټپیان شوي او یو سرتیری د طالبانو لاس ته لویدلی دی.
ښاغلي اماني وویل چې دې پېښه کې طالبانو ته هم تلفات ور اوښتي دي، خو دقیقه شمېره یې نه ده معلومه.
د ده په وینا دغو نښتو څو ساعته دوام کړی دی.
طالبانو همداشان د لوګر ولایت مس عینک کان کې هم د سرتیرو پر پوستې برید کړی دی.
د کانونو د وزارت ویاند قدیر مطفي ددې پېښې په تایید سره ویلي چې دې برید کې 8 تنه سرتیري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د عینکو مس د محافظتي پرسونل او وسله والو ترهګرو ترمنځ نښته شوې چې نتیجه کې یې د عامه ساتنې اته سرتیري وژل شوي او درې نور یې ژوبل دي.
کورنیو چارو وزارت ویلی چې دې پېښه کې برید کوونکي هم ټول وژل شوي دي.
د طالبانو او امرېکا ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته تمه داوه چې هېواد کې به جګړه کمه او دوامدارې سولې ته لاره هواره شي، خو ښکاري چې افغان ځواکونه لاهم د پخوا په څېر د طالبانو تر بریدونو لاندې راځي.