د خوست والي حلیم فدایي د موټرو پر کاروان چاودنه وشوه.
چاودنه نن سه شنبې سهار شاوخوا لس بجې ولایت مقام ته نږدې جمهوریت دروازې سره شوې ده.
د خوست والي ویاند طالب منګل پېښه تاییدوي وایي له چاودنې والي حلیم فدایی روغ وتلی خو د والي دوه ساتونکي او دری ملکي کسان ټپیان دي.
د طالب منګل په خبره په ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه میرمن شامل دي.