د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کرونا ویروس د ناروغانو ساتنې او ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره ۲۰ بستریز روغتون فعال شو.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې دغه روغتون ته ټول اړین وسایل او یو روغتیایي ټیم لیږل شوي دي..
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو ورځو کې په سروبي کې د کرونا ویروس خپریدو په تړاو زیات ويروونکي رپوټونه خپاره شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت پرون چهار شنبې اعلان وکړ چې هلته درې کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.