د لغمان، ننګرهار او کابل ولایتونو والیانو د یوې ناستې په ترڅ کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه د کابل او مشرقي ولایتونو ترمنځ پر تګ راتګ د بندیز لګولو پرېکړه کړې.
دوی پرېکړه کړې چې د شنبې ورځې د ماښام اته بجو وروسته مسافرینو ته اجاره نه ورکوي چې یادو درې ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د کابل والي محمد یعقوب حیدري په لغمان کې د اصف ننګ په کوربتوب د کرونا پر وړاندې د ګډې مبارزې په تړاو غږیدلي دي.
اصف ننګ ويلي، د درې اړخیزې پرېکړو د تطبیق په موخه پلان کې لري چې د لغمان اړوند په مشعلې کمر، سرخکان او ګمبیري سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو هیڅ ډول مسافرینو ته د تګ راتګ اجازه ورنکړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي ددې لپاره چې لغمان او ننګرهار ته د کرونا ویروس د را لیږد مخه ونیول شي، د یادو ولایتونو والیانو سره یې په ګډه د شنبې ورځې ماښام له اته بجو وروسته درې واړو ولایتونو ته پر تګ راتګ د بندیز پرېکړه وکړه.
د پرېکړې له مخې د تازه مېوه جاتو، سبزیجاتو، درملو، ساختماني او خوراکي توکو لیږد او په امبولانس کې پروت ناروغ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کیږي او له دې پرته هیڅوک نشي کولای چې تګ راتګ وکړي.
ناسته کې د ختیځو ولایتونو له ټولو اوسیدونکو څخه وغوښتل شول چې تر بیا خبرتیا خپریدو پورې په پخپلو ولایتونو کې خپل منځي راتګ څخه ډډه وکړي او تر یوې میاشتې پورې پخپلو سیمو کې پاتې شي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم د هوکړې د سم عملي کیدو ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي حیدری ويلي دا پرېکړه په سیاسي او نورو مشرانو هم تطبیق کیږي نو هیله ده چې دوی د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له سرغړونو څخه ډډه وکړي.
د کابل لغمان او ننګرهار ولایتي چارواکو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی او په عمومي ډول یې خلک قرنطین شوي دي.