د طالب بندیانو د خوشې کیدو لړۍ پيلیدو سره ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبې سل تنه نور طالب بندیان خوشې شي.
افغان حکومت پرون هم سل تنه طالب زندانیان ازاد کړل.
د ملي امنیت شورا وياند جاوېد فیصل ويلي د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بگرام له زندان څخه د هغوی عمر، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د دوی د 15 تنو قومندانانو خلاصون سره د حکومت د مخالفت له امله له کابله خپل استازي ورغوښتي دي.
بل لوري ته طالب سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې د افغان حکومت له لوري ازاد شوي بندیان د هوکړې مطابق او د دوي د منلو نه دي او همداشان د حکومت د سولې پلاوی هم نه مني.